په پنجشیر کې د یو معیاري مسلخ پرانیسته او ګټې اخیستنه
په ګډو هڅو او همکارۍ سره د پنجشیر ښاروالۍ ریاست او ځینو نورو محلي ادارو په مرسته، د خصوصي سکتور له خوا په عنابه ولسوالۍ کې یو معیاري مسلخ جوړ او نن رسماً پرانیستل شو.
د پنجشیر ولایت مرستیال والي د پرانیستنې په مراسمو کې د خپلو رهنمودي خبرو پر مهال د دې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د چاپېریال ساتنې او د ککړتیا او ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې یو مهم ګام وباله.
د پنجشیر ښاروال د ولایت مقام له هر اړخیزې همکارۍ او تلپاتې ملاتړ څخه مننه وکړه او د همکارو ادارو هڅې یې ستایلې.
ښاروال د دې مسلخ له مالک څخه هم مننه وکړه او د هغه اقدام یې د چاپېریال ساتنې په برخه کې ارزښتناک، او د ټولنې د اقتصادي پرمختګ لپاره یو نوی او اغېزمن ګام وباله. هغه له ټولو ښاریانو وغوښتل چې له دې اقدام څخه ملاتړ وکړي او خپله دنده د چاپېریال او خلکو په وړاندې ترسره کړي. والسلام
