د پنجشیر ښاروالۍ مسئولینو د تسلیت پیغام د نورستان د ناورین شهیدانو پاتې کسانو او زیانمنو ته
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُون
په ډېرې خواشینۍ او ژورې غمیزې سره مو خبر ترلاسه کړ چې د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د ویجاړوونکو او مرګونو سېلابونو له امله یو شمېر هېوادوال، په ځانګړي ډول د پارون ښاروال او د هغه همکاران، خپل قیمتي ژوند له لاسه ورکړی او دا ناورین ګڼې کورنۍ د غم او درد سره مخ کړې او د ولایت شریف خلک یې له درنو زیانونو او ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د پنجشیر ښاروالۍ د شهیدانو درنو کورنیو، د محلي ادارو مسئولینو او کارکوونکو، او د نورستان د رنځېدلي او شریف ولس سره خپله ژوره خواخوږي او تسلیت څرګندوي. موږ دا غمیزه د ټولو پاتې کسانو حضور ته تسلیت وایو او د هغوی له هر یوه سره خپله غمشریکي څرګندوو.
له لوی خدای څخه د دې پېښې شهیدانو ته د جنت الفردوس غوښتنه کوو، د ټپیانو او زیانمنو لپاره عاجله او بشپړه شفا، او د غمېدلو کورنیو او پاتې کسانو لپاره صبر جمیل او اجر عظیم غواړو.
پنجشیر ښاروالۍ
